په پاکستان کې تېره میاشت داسې اوازې خپرې شوې چې ګواکې ولسمشر اصف علي زرداري به ډېر ژر استعفا وکړي، څو د پوځ مشر جنرال عاصم منیر ته د ولسمشرۍ لاره هواره شي. خو عاصم منیر دغه اوازې په بروکسل کې له ځايي رسنیو سره په خبرو کې رد کړې او ویې ویل چې دا د واکمن نظام پر وړاندې د توطیه جوړونکو کار دی.
«ډیلي جنګ» ورځپاڼې ویلي، دا موضوع په شخصي توګه له جنرال منیر سره شریکه شوي، خو هغه په ځواب کې ټینګار وکړ چې د هېواد د مشرتابه پر ضد دسیسه د هغو عناصرو کار دی چې د حکومت او چارواکو مخالف دي.
د بهرني سیاست په اړه د پاکستان د پوځ مشر ډاډ ورکړی چې هېواد به د امریکا او چین تر منځ توازن وساتي او هیڅ یوه اړیکه به د بل پر تاوان نه پرېږدي.
جنرال منیر په خپلو څرګندونو کې هند ته خبرداری ورکړی چې د نیابتي جګړه مارو په وسیله د پاکستان د سولې ګډوډولو هڅه ونه کړي.




















