د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د سختو ورښتونو له امله رامنځته شوي سېلاب ۴۶ تنه وژلي او له ۲۰۰ څخه زیات کسان لادرکه شوي دي.
د راپورونو له مخې، دغه پېښه پرون د کشمیر د کیشټوار ولسوالۍ د چاسوتي ښار په هغه لار کې رامنځته شوې چې د مشهور مذهبي زیارت «ماچیل ماتا معبد» پر لور غځېدلې ده.
سیلاب د یوه ټولنیز پخلنځي او د امنیتي پوستې ودانۍ له منځه یووړې، چې د زیارت کوونکو د تمځای په توګه کارېده. چارواکي وايي، د پېښې پر مهال ګڼ شمېر زیارت کوونکي د غرمې ډوډۍ لپاره راټول شوي وو چې سېلاب پرې راغی.
د ژغورنې ډلې لا هم د ورکېدلو کسانو د موندلو هڅې روانې ساتلې دي.
























