د خیبرپښتونخوا د کورمې ولسوالۍ په علیزۍ سیمه کې د چهارشنبې په ورځ د ناپېژانده وسلهوالو په برید کې درې پولیس وژل شوي دي.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې وسلهوالو د پولیسو پر موټر لاسي بم وغورځاوه او وروسته یې پرې ډزې وکړې.
ځایي چارواکي وایي، د برید تر ترسره کېدو وروسته د وسلهوالو د نیولو لپاره په سیمه کې د پلټنې عملیات پیل شوي دي، خو تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې نهدی منلی.


























