د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ټیلیفوني اړیکې له لارې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون ته له ډونالډ ټرمپ سره د خپلې کتنې په اړه معلومات ورکړي دي. که څه هم د دې لیدنې ډېر جزییات نه دي خپاره شوي، خو د دواړو مشرانو رسنیزو دفترونو ویلي چې په خبرو کې د روسیې او شمالي کوریا ترمنځ د اړیکو د پراختیا پر موضوع بحث شوی دی.
شمالي کوریا او روسیه نږدې اړیکې لري. د راپورونو له مخې، تراوسه د شمالي کوریا له لسو زرو څخه ډېر ځواکونه د اوکراین په جګړه کې د روسیې په ملاتړ برخه اخیستې ده.


























