افغان ولسمشر د هند لومړي وزیر نریندرا مودي سره پر ټیلیوفون خبرې کړي دي.
ولسمشر غني په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې نن سه شنبې غرمه یې له نریندرا مودي سره د ټیلیفون پر لیکه پر ځینو مسایلو خبرې کړي دي.
ولسمشر غني لیکلي چې نریندرا مودي ورته د ولسمشرۍ ټاکنو د بریالۍ ترسره کیدو او د دغو ټاکنو په پایله کې د بریا مبارکي ورکړې ده.
د ولسمشر په د ټویټ له مخې نریندرا مودي په افغانستان کې د ولسوالۍ او د افغانانو په مشرۍ د سولې د هڅو ملاتړ ترڅنګ، د مرستو د دوام ژمنه کړې ده.
ولسمشر لیکلي: “د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب مې د هند لومړي وزیر څخه نه یوازې د ښه ګاونډي او دوست، بلکې د ستراتیژیک ملګري په توګه د هند د همېشني ملاتړ قدرداني وکړه او ورته ومې ویل چې د اساسي قانون تطبیق ته ژمن یوو.”
غني ویلي په یو مناسب وخت کې به هند ته سفر وکړي او د یو لړ سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه به له نږدې بحث او خبرې ورسره کوي.