د ماشومانو د ساتنې نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې سږکال تر اوسه له ۸۰۰ زرو ډېر ماشومان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي. د راپور له مخې، دا مانا لري چې په منځني ډول هر ۳۰ ثانیو کې یو ماشوم بېرته هېواد ته راځي.
راپور زیاتوي، چې له هرو څلورو ستنېدونکو ماشومانو درې یې له ایران څخه راستنېږي او د روان کال د ماشومانو د ستنېدو شمېر د تېر کال په پرتله دوه چنده زیات شوی دی. ډېری ماشومان یا له کورنۍ او سرپرست پرته راځي او یا د هغو کورنیو سره چې یوازې اړین وسایل له ځان سره لري.
په افغانستان کې د دې سازمان د حقوقي چارو مشره، سمیرا سید رحمان، وایي، چې د نړیوالو مرستو کمېدل د دغو ماشومانو د اړتیاوو پوره کولو بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی. نوموړې خبرداری ورکړ، چې جبري ستنېدل په ځانګړې توګه بېسرپرسته ماشومان د لا زیاتو ګواښونو لکه ناوړه ګټه اخیستنې او بېسرپرستۍ سره مخ کوي.
د ماشومانو د ساتنې سازمان ټینګار کړی، چې د ماشومانو او کورنیو ستنېدل باید په خپله خوښه، خوندي او له درناوي ډک ډول ترسره شي. دغه سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د دغو ماشومانو د ملاتړ لپاره خپلې مالي مرستې زیاتې کړي.
د راپور له مخې، له مارچ میاشتې راهیسې دې سازمان له ۱۵۰ زرو ډېر ستنېدونکي ماشومان د روغتیا، تغذیې، رواني ملاتړ او نغدي مرستو له خدماتو برخمن کړي دي.


























