د فلسطین ولسمشر محمود عباس د سعودي عربستان له ولیعهد او د وزیرانو شورا له رئیس شهزاده محمد بن سلمان سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي، چې د سعودي مشرتابه د هڅو په پایله کې د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو د فلسطین دولت په رسمیت پېژندنه پیل کړې ده.
عباس د فلسطین د قضيې په اړه د نړیوالو ملاتړ په راجلبولو کې د سعودي رول وستایه او د فلسطین ولس د ارمانونو د پوره کولو په برخه کې یې د دغه هېواد له مشرتابه مننه وکړه. نوموړي د نیویارک په کنفرانس کې د سعودي ونډه ارزښتناکه وبلله.
د سعودي دولتي رسنیو د راپور له مخې، شهزاده محمد بن سلمان په دې ټلیفوني خبرو کې په فلسطین کې وروستۍ پېښې او د ولس بېځایه کېدل وغندل. هغه د غزې پر تړانګه د اسراییلي بریدونو د درولو لپاره په ګډو نړیوالو اقداماتو ټینګار وکړ.
یادونې وړ ده، چې څو ورځې مخکې د فلسطین د مسالې د سولهییز حل او د دوو خپلواکو فلسطیني او اسراییلي هېوادونو د جوړېدو په اړه یو کنفرانس د سعودي عربستان او فرانسې په ګډه مشري د ملګرو ملتونو په مقر کې په نیویارک کې جوړ شو.
د دغه کنفرانس په پای کې پر یوه ګډ سند موافقه وشوه، چې پکې د حل لار د دوو هېوادونو جوړېدل، د نړیوالې سولې او امنیت پیاوړتیا، او د سیمې لپاره د روښانه راتلونکې رامنځته کول شامل دي.
تر دې غونډې مخکې او وروسته د نړۍ یو شمېر هېوادونو د فلسطین د رسمیت پېژندنې نېټې هم اعلان کړې دي.


























