د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د شنبې په ورځ د مصر د بهرنیو چارو له وزیر سره تر لیدو وروسته وویل چې اسلامي هېوادونه باید د اسراییل د غزې د بشپړ نیولو د پلان پر وړاندې په بشپړ یووالي سره عمل وکړي او په دې اړه بېړنۍ غونډه راوبولي.
هاکان فیدان ټینګار وکړ چې د غزې د نیولو پلان د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده او د فلسطیني ولس پر وړاندې ستر انساني ناورین رامنځته کوي. هغه وویل، ګډ دریځ او عملي ګامونه کولی شي د دې پلان د پلي کېدو مخه ونیسي.
























