په غزني ولایت کې د خبریالانو له خوا د دغه ولایت د خبرونو تحریم څلورمې ورځې ته غځيدلی دی.
د غزني د خبریالانو ټولنه وایي دوی د غزني محې ادارې ادارې خبرونه ځکه تحریم کړي چې سیمه ییز چارواکو پر وخت معلومات نه ورکوي او د دوی د کار پر وړاندې خنډونه جوړوي.
دغو خبریالانو په غزني ولایت کې له تیرو څلورو ورځو راهیسې د حکومت اړوند خبرونه نه خپروي.
د غزني د خبریالانو ټولنې مشر، رحمت الله نیکزاد وایي د غزني ولایت رسنیز دفتر خبریالانو ته پر وخت معلومات نه ورکوي، د دوی اړیکو ته ځواب نه وایي او اجازه نه ورکوي چې دوی د غزني والي سره خپرې ستونزې شریکې کړي.
دا ستونزې له هغه وروسته زیاته شوه چې څو ورځې وړاندې د غزني قره باغ ولسوالۍ کې نفوذي برید شوی واو ولایت مقامته د خبریالانو د ورتلو مخنیوی شوی و.
دوی د حکومت دا کړنه رسنیو ته سپکاوی بللی او د غزني له والي غواړي چې د اطلاع رسونې بڼې ته بدلون ورکړي.