د نیویارک ټایمز د دوو باوري سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي راتلونکې اوونۍ له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره مخامخ وګوري. سرچینې زیاتوي، چې له دې لیدنې وروسته به یوه درې اړخیزه غونډه هم ترسره شي، چې پکې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي هم ګډون کوي.
راپور وايي، د دې پلانونو جزییات د چهارشنبې په ورځ د ټرمپ او ځینو اروپایي مشرانو ترمنځ د ټلیفوني خبرو پر مهال شریک شوي دي. ټاکل شوې چې دا غونډې به یوازې د درېواړو مشرانو ترمنځ وي او هېڅ اروپایي چارواکی به پکې برخه وانخلي.
که څه هم سپینې ماڼۍ تر اوسه په رسمي ډول غبرګون نه دی ښودلی، خو ټرمپ د چهارشنبې په ورځ پر خپلې ټولنیزې رسنۍ «ټروت سوشیال» کې لیکلي، چې هغه له پوتین سره له “ګټورې” غونډې وروسته له اروپایي مشرانو سره هم خبرې کړې دي.
دا احتمال داسې مهال راپورته کېږي، چې د اوکراین جګړه لا هم روانه ده او نړیوالې هڅې د سولې د یوې پایدارې هوکړې په لټه کې دي.
























