امریکا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د پرېکړهلیک یوه مسوده سپارلې، چې له مخې یې د سوریې د لنډمهالي حکومت د مشر احمد الشرع نوم د نړیوالو بندیزونو له نوملړ څخه لرې کېږي.
د منځني ختیځ د چارو خبري وېبپاڼې «ال مانیټور» د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې دا مسوده د امریکا له خوا برېتانیا او فرانسې ته هم سپارل شوې، چې پکې د سوریې د کورنیو چارو وزیر انس خطاب باندې د لګول شویو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه هم شوې ده.
د راپور له مخې، امریکا وړاندیز کړی چې په سوریه کې د سوداګریزو فعالیتونو د اسانتیا لپاره باید ځینې نړیوال معافیتونه وغځول شي. همداراز، د ماین پاکولو د چارو د اسانتیا په هدف، د وسلو پر بندیزونو کې هم یوه محدوده استثنا شامله ده، چې د ملګرو ملتونو ادارو ته د اړینو تجهیزاتو واردولو اجازه ورکوي.
تمه ده چې احمد الشرع د سپټمبر په میاشت کې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې کلنۍ غونډه کې ګډون وکړي.






























