د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، تازه ویلي چې د ده مرستیال جې ډي وېنس ښايي د ۲۰۲۸ کال په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو تر ټولو احتمالي نوماند وي.ټرمپ له دې وړاندې هم د وېنس په اړه ورته مثبتې څرګندونې کړې وې، خو دا ځل یې نوم په څرګنده د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د احتمالي مشر په توګه یاد کړ.
جې ډي وېنس یو محافظهکاره سناتور دی چې له اوږدې مودې راهیسې د ټرمپ له نږدې متحدینو شمېرل کېږي.


























