د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي خبرداری ورکړی چې اسراییل په غزه کې جګړه د بشري مرستو د مخنیوي، وږې ساتلو، او د فلسطینیانو د جبري بېځایه کولو لپاره کاروي، نه د خپلو بندیانود خوشې کولو یا سیاسي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره.
هغه ټینګار وکړ چې فلسطینیان په غزه کې د سیستماتیک نسل وژنې ښکار دي، او مصر به هیڅکله اجازه ورنکړي چې دا سیمه د فلسطینیانو د جبري کډوالۍ له لارې خالي شي.
ولسمشر السیسي زیاته کړه چې له ۵۰۰۰ څخه زیات د بشري مرستو لارۍ دا مهال د مصر په خاوره کې غزې ته د ننوتلو لپاره چمتو ولاړې دي، خو د اسراییلي چارواکو له خوا د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي.
د غزې په تړانګه کې له ۱۰ میاشتو راهیسې روانې جګړې د ۲.۴ میلیونه نفوس لپاره انساني وضعیت بحراني کړی دی. د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې تر اوسه لږ تر لږه ۱۸۸ تنه، چې ۹۴ یې ماشومان دي، د لوږې او خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي.


























