د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې هغه ټول افغان کډوال چې د کډوالۍ د ثبت ځانګړی کارت، یا «پي او ار» لري، باید ژر تر ژره له دې هېواده ووځي. دغه پرېکړه د اسلاماباد له لوري د کډوالۍ نوې تګلارې یوه برخه ده، چې له مخېیې د افغان کډوالو شتون نور «غیرقانوني» ګڼل کېږي.
په رسمي اعلامیه کې راغلي، چې د «پياوار» کارتونو قانوني اعتبار د ۲۰۲۵ کال د جون میاشتې په ۳۰مه پای ته رسېدلی، او له دې نېټې وروسته نور تمدید نهشي کېدلی. له همدې امله، د یادو کارتونو لرونکي کسان باید د پاکستان خاوره پرېږدي.
د خیبر پښتونخوا ایالت چارواکو اعلان کړی، چې د کډوالو د وتلو بهیر اسانه کولو لپاره، په پېښور او لنډي کوتل کې د لېږد یا ټرانزیټ مرکزونه جوړ شوي، چیرې چې افغان کډوالو ته د لنډمهاله استوګنې، خوړو، روغتیايي خدماتو او اداري سهولتونو اسانتیاوې برابرې شوې دي.د پاکستان حکومت له افغان کډوالو غوښتي، چې له دې پروسې سره «هر اړخیزه همکاري» وکړي، څو بېرته ستنېدلیې «منظم، باعزته او انساني» ډول ترسره شي.
دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي، چې په پاکستان کې زرګونه افغان کورنۍ لا هم له بېلابېلو قانوني، اقتصادي او امنیتي ستونزو سره لاس و ګرېوان دي. ډېر افغان کډوال د کلونو راهیسې په دې هېواد کې د پياوار یا نورو لنډمهاله اسنادو له مخې ژوند کوي، او اوسیې د برخلیک په اړه ژورې اندېښنې راپورته شوې دي.
د افغانستان د بشري حقونو فعالان، مدني ټولنې، او نړیوالو سازمانونو له پاکستانه غوښتي، چې د افغان کډوالو ایستنه باید په جبري بڼه نهوي، او باید د ستنېدو لپاره یو نرمه، دوامداره او انساني حللاره وړاندې شي.




























