د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) اجرایوي مشرې کټرین راسل د امنیت شورا یوې ځانګړې غونډې ته ویلي چې د روانې جګړې له امله په غزه کې تر اوسه له ۱۷,۰۰۰ څخه زیات ماشومان وژل شوي دي.
راسل همداراز وویل، چې د مارچ له ۱۸مې نېټې وروسته، یونیسف ته ثبت شوي ارقام ښيي چې شاوخوا لس ماشومان هره ورځ وژل کېږي یا ټپیانېږي، دا هغه شمېر دی چې یوازې مستند شوی، حال دا چې اصلي شمېر ښايي تر دې هم زیات وي.
د ملګرو ملتونو نورو ادارو لکه د فلسطین د کډوالو د ملاتړ اداره (UNRWA) او د غزې د عامې روغتیا چارواکو راپورونه هم تاییدوي چې له ۱۶,۰۰۰ څخه زیات ماشومان شهیدان شوي، او ګڼ نور بېدرکه یا د دائمي زیانونو سره مخ شوي دي.
د ماشومانو د ژغورنې لپاره، یونیسف، ملګري ملتونه، بشري حقونو سازمانونه او بېلابېل نړیوال بنسټونه د یوه سمدستي اوربند غوښتنه کوي، ترڅو ماشومانو ته د ژوندي پاتې کېدو یو فرصت ورکړل شي.
دوی ټینګار کوي چې جګړه باید ژر تر ژره ودریږي، ځکه دا نسل نور د غم، وېرې او وینې وړ نهدی.
























