د روسیې ختیځ نن سهار د ریښتر په کچه ۸.۸ درجې زورورې زلزلې ولړزاوه، چې مرکز یې د کمشاتکا په ساحلي سیمه کې ښودل شوی دی.
زلزلې د ارام سمندر د څنډو نور هېوادونه هم له ګواښ سره مخ کړي، او د سونامي خبرداری ورکړل شوی دی. چارواکو ویلي، د سونامي څپې کولی شي جاپان، د امریکا هاوایي ایالت، چیلي او د امریکا لوېدیځ ساحل ته هم ورسېږي.
په جاپان، هاوایي او نورو ساحلي سیمو کې خلکو ته سپارښتنه شوې چې ژر تر ژره له ساحلونو لرې شي او خوندي ځایونو ته ولاړ شي.
ځايي چارواکو دا پېښه د وروستیو لسیزو تر ټولو زوروره زلزله بللې، خو تر دې دمه د مرګژوبلې یا مالي زیانونو کره جزییات نه دي خپاره شوي.
د وضعیت د څارلو لپاره بیړني تدابیر نیول شوي او خلک هڅول شوي چې له رسمي سرچینو تازه معلومات تعقیب کړي.






























