د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، مولوي امیر خان متقي، وایي چې اسلامي امارت په تېرو څلورو کلونو کې توانېدلی چې د هېواد اقتصاد ثابت وساتي او د پراختیا بېلابېل ګامونه پورته کړي.نوموړي دغه څرګندونې د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ ته د خپل سفر پر مهال، د یوې دیني مدرسې د پرانیست غونډې کې وکړې.
مولوي متقي وویل: «په وروستیو کلونو کې مو د کانونو سالم استخراج ته زمینه برابره کړې، صادرات او واردات زیات شوي، لویې او کوچنۍ فابریکې پرانیستل شوې، د نشهيي توکو له کر او قاچاق څخه مو جدي مخنیوی کړی، او د افغان کډوالو د بېرته را ستنولو بهیر مو مؤثر مدیریت کړی دی.»
د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل، چې اسلامي امارت دا مهال له څه باندې ۴۰ هېوادونو سره سیاسي اړیکې لري، او بېلابېلو هېوادونو ته یې سفیران او رسمي استازي استولي دي.
دغه څرګندونې پر داسې مهال کېږي چې نړیوالې ټولنې لا هم د اسلامي امارت د رسمي پېژندنې په اړه پریکړه نه ده کړې، خو د امارت مشران وایي هڅه کوي له نړۍ سره متوازن او مثبت تعامل وساتي.



























