د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې، چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي به په نږدې راتلونکي کې اسلامآباد ته سفر وکړي، خو د سفر دقیق نېټه لاهم نده نهایی شوې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت عليخان د پنجشنبې په ورځ یوې خبري ناستې ته وویل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړپوړو مقاماتو تر منځ خبرې روانې دي، او د ښاغلي متقي د سفر نېټه هم تر همغږۍ لاندې ده.
په دغه خبري ناسته کې، کله چې له ویاند نه د دې پوښتنه وشوه چې آیا د متقي د سفر پر مهال به پاکستان د افغانستان اسلامي امارت رسمي پېژندنه اعلان کړي، نوموړي وویل چې دا خبرې یوازې “ګمانهزني” دي او دا مهال هېڅ ډول رسمي پرېکړه نه ده شوې.
کارپوهان باور لري، چې د امیرخان متقي سفر به د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، امنیتي او اقتصادي مسایلو په اړه د نظرونو تبادلې لپاره یو مهم فرصت وي. دواړه هېوادونه له تېرو څو میاشتو راهیسې د سرحدي امنیت، مهاجرت، سوداګرۍ، او د ترهګرۍ پر ضد همکاریو په اړه اړیکې لري.




























