د روسیې یوه مساپر وړونکې الوتکه د دغه هېواد په ختیځ کې راپرېوتې ده. د لومړنیو راپورونو له مخې، په انتونوف An-24 ډوله الوتکه کې شاوخوا ۵۰ کسان سپاره وو، چې ټول یې په پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
چارواکي وايي، دا پېښه نن سهار رامنځته شوې او د ژغورنې ټیمونه سیمې ته رسېدلي دي. د الوتنې د لوېدو علت تر اوسه روښانه نه دی، خو پلټنې روانې دي.
یادې الوتکې د روسیې له ختیځ یوه سیمه ییز پرواز ترسره کاوه. د پېښې نور جزییات به له څېړنو وروسته خپاره شي.





























