ملګرو ملتونو او اړوندو نړیوالو مرستندویه ادارو اعلان کړی چې له ایران څخه راستنېدونکو افغانانو د بیارغاونې او بېړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره ۱۰ میلیونه ډالره ځانګړي شوي دي.
د ملګرو ملتونو په وینا، دغه مرسته به زرګونو هغو افغانانو ته ورسول شي چې د سختو اقتصادي شرایطو، جبري اېستنو او قانوني محدودیتونو له امله بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.
د کډوالو د چارو نړیوال سازمان (IOM) وايي، دا مالي مرسته به د راستنېدونکو لپاره لنډمهاله سرپناه، خوراکي توکي، روغتیایي پاملرنه او رواني ملاتړ برابر کړي، څو د هغوی د بیا میشتېدو بهیر چټک شي.
چارواکو ټینګار کړی، چې راستانه شوي افغانان له بېسارو ستونزو سره مخ دي، او نړیواله ټولنه باید د هغوی ملاتړ ته پراخ لومړیتوب ورکړي.
























