په سوېلي وزیرستان کې د ډرون برید له امله درې پاکستاني پوځيان وژل شوي
د خېبر پښتونخوا په جنوبي وزیرستان کې د سې شنبې په شپه د یوه ډرون برید له امله درې پاکستاني پوځیان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
امنیتي سرچینې وایي، برید شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې د «میرا کلی» په سیمه کې پر یوه امنیتي پوسته ترسره شوی. بریدګرو لومړی د پوستې پر لور مستقیم وسلهوال برید کړی او هممهاله یې د کوادکوپټر ډرون له لارې د هاوان مرمۍ پر پوستې غورځولې.
یوه امنیتي چارواکي خراسان ډایري ته ویلي، چې له برید سره سم د امنیتي ځواکونو او بریدګرو ترمنځ نښته هم شوې ده.
تر اوسه د دې برید مسؤلیت کومې وسلهوالې ډلې نهدی منلی، خو د چارواکو په وینا، په سیمه کې د لټون او تصفیې عملیات پیل شوي دي.






















