د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د ملګرو ملتونو د علمي، کلتوري او تعلیمي سازمان (یونسکو) څخه د امریکا د وتلو پرېکړه کړې ده.
سپینې ماڼۍ تېره ورځ، ، اعلان وکړ چې ټرمپ دا پرېکړه کړې، ځکه چې یونسکو داسې اجنډا تعقیبوي چې د امریکا له ملي ګټو سره اړخ نه لګوي.
ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې هم له یونسکو څخه د وتلو ګام پورته کړی و، خو د هغه ځای ناستي ولسمشر جوبایډن دغه پرېکړه لغوه کړې وه او امریکا یې بیا یونسکو ته ور بېرته کړه.
































