د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر محترم خلیفه سراجالدین حقاني، د ازبکستان د ملي امنیت له رییس جنرال قربانوف باخودیر او مل پلاوي سره په کابل کې کتلي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په خپل اکس پاڼه لیکلي، چې خلیفه صاحب د ازبک پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او دا ډول ناستې یې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهمې وبللې. دواړو لورو د امنیتي همکاریو، د کرنیزو او مصنوعي مخدره توکو پر ضد مبارزې، او د دوامدارو همکاریو پر پراخولو ټینګار وکړ، څو د دواړو هېوادونو امنیت او ثبات ته وده ورکړل شي.
همداراز، په ناسته کې د اقتصادي اړیکو د پراخېدو ژمنې هم وشوې. د ازبکستان د ملي امنیت رییس جنرال قربانوف د ازبک اقتصادي پروژو د امنیت د تامین له امله له کورنیو چارو وزیر څخه مننه وکړه.
























