د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د ازبکستان د استخباراتو له رییس کوربونوف باخودير، د هغه له مرستیال مختورف فرخ، او د سرحدي ځواکونو له قومندان خسانوف سليمژون سره کتلي دي.
یاده لیدنه چې د کابل په دفاع وزارت کې شوې، دواړو لورو پکې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د امنیتي وضعیت، سرحدي همکاریو او دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي.
د دفاع وزارت په وینا، مولوي یعقوب مجاهد د افغانستان په اړه د ازبکستان نړۍوال دریځ ستایلی او ټینګار یې کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ قوي او باثباته اړیکې د سیمې د امنیت او پرمختګ لپاره مهمې دي.


































