لوی درستیز فصیحالدین فطرت وايي، که څه هم تراوسه له افغانستانه بهر وړل شوې پوځي الوتکې بېرته نهدي ترلاسه شوي، خو اسلامي امارت به هېڅکله له خپل حق تېر نه شي.
د دفاع وزارت لوی درستیز فصېحالدین فطرت د دغه وزارت د یو کلنو لاستهراوړونو د تشرېح پروګرام وویل، چې ګاونډیو هېوادونو ته د لېږدول شویو چورلکیو په اړه خبرې روانې دي او په وینا یې، دغه چورلکې د افغانستان دي او دوی ترې نهتېرېږي. فطرت وویل، چې دفاع وزارت هڅه کوي، څو دغه چورلکې بېرته افغانستان ته راولېږدول شوي، خو په وینا یې، تراوسه په دې نهدي بریالي شوي چې په دې تړاو ګاونډیو هېوادونو ته قناعت ورکړي. هغه همداراز ټینګار کړی چې ناهیلي نهدي او په وینا یې، خپلې هڅه به وکړي، څو له ګاونډیو هېوادونو دغه چورلکې راوګرځوي.
هغه همداراز وویل چې د ډیورنډ فرضي کرښې او نورو سرحدي سیمو په اوږدو کې یې د سرحدي امنیت د ټینګښت لپاره ۷۰۰ امنیتي پوستې جوړې کړې دي. نوموړي ټینګار وکړ، اسلامي امارت نهغواړي له پاکستاني او ایراني سرحدي ځواکونو سره جګړه وکړي، خو که برید پرې وشي، ځواب به ورکړي.فصیحالدین فطرت یو ځل بیا په افغانستان کې د داعش ډلې د حضور راپورونه رد کړل او دا یې تبلیغاتي هڅې وبللې. هغه ټینګار وکړ چې اسلامي امارت په ټول هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ کړی او د وسلهوالو ډلو حضور ته اندېښنه نشته.

























