د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز سره د خبرو پر مهال ویلي، چې د دوی بریدونو د ایران اټومي تاسیساتو ته ستر زیان اړولی او که اړتیا پېښه شي، امریکا به یو ځل بیا د ایران پر اټومي بټیو برید وکړي.
دا څرګندونې تر هغه وروسته شوې چې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي وو، نږدې یوه میاشت وړاندې د امریکا د هوايي بریدونو له امله د دوی اټومي بټیو ته د پام وړ تاوان رسېدلی دی.
ټرمپ په خپلو خبرو کې ټینګار کړی، چې ایران باید له اټومي پروګرام څخه لاس واخلي، کنه امریکا به د اړتیا پر مهال بیا هم ورته اقدام وکړي.






























