د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي اعلان کړی چې د ایران، برتانیا، فرانسې او جرمني استازي به د روانې اونۍ د جمعې په ورځ د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې اترې وکړي.
دوی دا خبرې به د ترکیې په استانبول ښار کې د بهرنیو چارو وزارتونو د مرستیالانو په کچه ترسره کړي، او هدف یې د اټومي فعالیتونو په اړه د ګډ تفاهم رامنځته کول او د دیپلوماتیکو هڅو دوام ښودل شوي.
اروپايي قدرتونو وړاندې خبرداری ورکړی و، که ایران له خبرو ډډه وکړي، نو دا احتمال شته چې پر دې هېواد نور نړیوال بندیزونه ولګول شي.
دغو خبرو ته د نړیوالو پام او ارزښت ډېر شوی، او تمه ده چې دا لېدنه به د شته کړکېچونو په هوارولو کې رغنده رول ولوبوي.




























