د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق نن له یو لوړپوړي پلاوي سره کابل ته راورسېدل.
د نوموړي په وینا، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال محمد نبي عمري د دغه پاکستاني پلاوي د هرکلي لپاره د کابل هوایي ډګر ته ورغلی و.
تمه کېږي چې یاد پلاوی د کورنیو چارو له وزیر سراجالدین حقاني او نورو افغان چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ پر همکاریو، کډوالو، سرحدي امنیت او نورو مهمو موضوعاتو خبرې وکړي.




























