د فلسطین د خپلواکې ادارې مشر محمود عباس اعلان کړی چې د روان کال تر پایه به د فلسطین د ملي شورا ټاکنې ترسره شي.دا اعلان په داسې حال کې کېږي، چې د لویدیځې غاړې په فلسطیني سیمو کې د سیاسي مشرانو د مشروعیت پر سر پراخ نارضایتۍ موجودې دي. یاده شورا چې د فلسطین د ازادۍ غوښتنې سازمان (ساف) تقنيني ارګان دی، له ۲۰۰۶ کال راهیسې یې هېڅ ټاکنې نه دي کړي او په وروستیو کلونو کې دا بنسټ یواځې یو سمبولیک جوړښت پاتې شوی دی.
د عباس دا پرېکړه د ساف د باور بېرته ترلاسه کولو او د فلسطیني ولس د استازیتوب د مشروعیت د رغېدو هڅه بلل کېږي، په ځانګړي ډول په داسې شرایطو کې چې د تشکیلاتو تر ولکې لاندې سیمو کې پراخه نارضایتي روانه ده.






























