د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د “وال سټریټ ژورنال” ورځپاڼې، د هغې د مالک روپرټ مرډوک، او د “ډاو جونز” ادارې پر ضد د ۱۰ میلیارده ډالرو تاوان دعوه کړې ده.
دا دعوه وروسته له هغه مطرح شوه چې ورځپاڼې راپور ورکړ چې ګواکې ټرمپ په ۲۰۰۳ کال کې بدنامه جیفري ایپسټین ته د هغه د پنځوس کلنۍ کلیزې په مناسبت یو کارت استولی و، چې پکې د ژوند “ژورو رازونو” ته اشاره شوې وه. همداراز، ورځپاڼې ادعا کړې چې یو بربنډ عکس لرونکی لیک یې هم لیدلی چې د ټرمپ لاسلیک پرې وو.
خو ټرمپ دا راپورونه “دروغجن، سپکونکي او ۱۰۰٪ جعلي” بللي او ویلي یې دي، نه یې دا ډول لیک استولی، نه یې انځور جوړ کړی او نه هم د ښځو انځورونه لېږي. نوموړي زیاته کړې: «زه غواړم، مرډوک په محکمه کې ووینم. دا به یوه ډېره په زړه پورې محاکمه وي.»
ټرمپ ادعا کړې چې د ورځپاڼې له مسؤلینو سره یې مخکې له مخکې اړیکه نیولې وه، څو دا لیک خپور نه کړي، خو د ده پر وینا، هغوی په قصدي ډول یې شهرت ته زیان رسولی.
























