طالبانو اعلان کړی چې په افغانستان کې د داسې یو حکومت جوړیدل غواړي چې ټولې خواوې پکې شاملې وي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند، سهیل شاهین ان بي سي نیوز ته ویلي دوی د ملي ټول شموله حکومت جوړیدل غواړي چې وکړای شي سیاسي ثبات د یوې اوږدې مودې لپاره وساتي.
شاهین ویلي که چیرې د دوی د خوښې وړ حکومت جوړ نشي، نو دوی به جګړې دوام ورکړي.
که څه تر اوسه د دغه ملي ټولشموله حکومت جوړیدو په اړه زیات توضیحات نه دي ورکړل شوي، خو ښایي هدف یې هماغه لنډمهاله حکومت وي چې طالبان له پخوا پرې ټینګار کوي.
شاهین ویلي امریکایانو سره د سولې تړون له لاسلیک کیدو وروسته به د نوي حکومت جوړولو ناسته کې له نورو افغانانو سره خبرې پيل کړي.
دوی د میرمنو د کار او زده کړو حقونو د ساتنې خبره هم کړې، خو په داسې ډول چې د دوی په اند اسلامي قوانین ورته اجازه ورکوي.
ده همداشان ویلي نور امریکایانو سره د زیاتو خبرو اړتیا نشته، ځکه چې په وینا دوی په کافي اندازه خبرې شوي او اوس یې وخت دی چې د دوی ترمنځ تړون د نړیوالې ټولنې په حضور کې لاسلیک شي.
شاهین ټینګار کړی چې د بین الافغاني خبرو کې باید د افغانستان ټول اړخونه خپل استازي ولري.
طالبان وایي بین الافغاني خبرې امریکایانو سره د تړون تر لاسلیک کیدو وروسته شوني دي.