د سوریې د کړکېچ د شدت په غبرګون کې د ملګرو ملتونو د ملي امنیت شورا بېړنۍ ناسته ترسره شوه. سره له دې چې په ناسته کې له اسراییل څخه د بریدونو د سملاسي درولو غوښتنه وشوه، خو له غونډې څو ساعته وروسته هم جګړه پای ته نه ده رسېدلې.
د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ په یوه تازه راپور کې ویلي چې د السویدا ولایت په تاوتریخوالو کې لږ تر لږه ۵۹۴ کسان وژل شوي دي. د راپور له مخې، د وژل شویو یوه زیاته برخه ملکي وګړي دي، چې پکې ۳۰۰ تنه د دروزي اقلیت قوم پورې اړه لري، او تر ۲۵۰ زیات د سوریې دولتي ځواکونو غړي بلل شوي دي.
همداراز، اسراییلي جنګي الوتکو د السویدا په بېلابېلو سیمو هوايي بریدونه کړي دي. د اسراییلي لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په وینا، دغه بریدونه د دروزی اقلیت د ملاتړ په موخه ترسره شوي، خو په بمباریو کې یو شمېر سوریایي سرتېري هم وژل شوي دي.
د سیمهییزو راپورونو له مخې، لا هم جګړه روانه ده او اندېښنه شته چې مرګژوبله نوره هم زیاته شي. نړېوالې ټولنې د وضعیت د سمدستي ارامېدو غوښتنه کړې، خو تر اوسه د جګړې د درولو څرک نه تر سترګو کېږي.
























