سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ په یوه رسمي بیان کې تایید کړه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د رګونو له یوې ناروغۍ سره مخ دی، چې له امله یې په لاسونو تڼاکې او زخمي پوستکی راښکاره شوی دی.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولاین لیوبټ ویلي، چې ټرمپ په دې وروستیو کې د خپلو پښو د پړسوب له امله د وینې جریان معاینه کړی، او ډاکتران یې د رګونو د ناروغۍ احتمال څېړي. ویل کېږي چې دغه حالت له عمر او احتمالي ژور فشار سره تړاو لري.
د ۷۹ کلن ټرمپ د روغتیا په تړاو اندېښنې هغه مهال زیاتې شوې، چې څو رسنیو د هغه د لاسونو د تڼاکو او زخمونو انځورونه خپاره کړل. دا بحثونه وروسته له هغه تود شول، چې ټرمپ پخوا خپل ځان “تر ټولو روغ او سالم ولسمشر” بللی و.
تر دې دمه د نوموړي د درملنې دقیق جزئیات نه دي افشا شوي، خو نږدې سرچینې وایي چې د ده روغتیايي وضعیت تر جدي څار لاندې دی.






































