د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر او د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي اسحاق ډار او ورسره راغلي پلاوي سره لیدنه وکړه.
په پیل کې ښاغلي حقاني د پاکستاني پلاوي تود هرکلی وکړ او د هغوی سفر یې د افغانستان، پاکستان، او ازبکستان ترمنځ د ټرانسافغان وسپنې پټلۍ د شونتیا د څېړنې د توافقنامې د لاسلیک له امله یو مهم پرمختګ وباله. نوموړي دا توافقنامه د درې واړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو، او ترانزیټي همکاریو لپاره یو بنسټیز ګام وباله.
خلیفه صاحب همداراز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګډو ارزښتونو، دیني او فرهنګي پیوستون، تاریخي اړیکو، او ګډو اقتصادي فرصتونو یادونه وکړه، او ټینګار یې وکړ چې دا مشترکات باید د عملي همکاریو پر بنسټ بدل شي.
په مقابل کې، ښاغلي اسحاق ډار د ټرانسافغان رېلپټلۍ د شونتیا د توافقنامې لاسلیک یو ستر پرمختګ وباله او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ښو، تاریخي، او ګاونډیتوب پر اړیکو ټینګار وکړ. هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، ترانزیټ، امنیت، او سیاسي تفاهم په برخو کې د دوامدارو او رغنده همکاریو هیله څرګنده کړه. دغه لیدنه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا او د سیمهییزو اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره یو مهم ګام بلل شوی





















