د افغانستان د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي بختیار سعیدوف سره په کابل کې ولیدل.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، سیمهییز اتصال، اقتصادي همکاریو، او د ګډو پروژو د پرمختګ په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.
ښاغلي سعیدوف څرګنده کړه چې ازبکستان د افغانستان د کنګل شوو شتمنیو د آزادېدو، د افغان کډوالو د ستونزو د هواري، او د افغان حکومت د نړیوالو ناستو په ګډون کې د فعال رول ملاتړ کوي.
ښاغلي حقاني د ټرانسافغان رېلپټلۍ پروژې پرمختګ وستایه او دا پروژه یې د سیمې د هیوادونو لپاره مهم اقتصادي ګام وباله. نوموړي هیله وښوده چې دغه پروژه به نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې سیمې د اقتصادي ودې لپاره مثمره واقع شي.
یادې لیدنې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ملګرتیا نوې څپې پرانستلي او د سیمهییزې همکارۍ لپاره مثبت پیغام لري.




























