د پاکستان په پنجاب او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله تازه ۱۵ تنه نور مړه شوي، چې له دې سره د مړو شویو کسانو ټول شمېر ۱۱۱ ته لوړ شوی دی.
د سیمهییزو چارواکو په وینا، د تېرې اوونۍ راهیسې روانو بارانونو او ناورینزې سېلابي پېښو له امله لږ تر لږه ۶۰ تنه نور ټپیان شوي هم دي.
د راپورونو له مخې، په وروستیو تلفاتو کې ۹ کسان په پنجاب او ۶ کسان په خیبر پښتونخوا کې مړه شوي، چې زیات شمېر قربانیان ماشومان دي.
چارواکو ویلي، زیاتره پېښې د چتونو نړېدو، بریښنايي شاک او د سیلابي اوبو له امله رامنځته شوي دي.






























