د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې ولادیمیر پوتین ته یې ۵۰ ورځې وخت ورکړی، څو د اوکراین جګړه پای ته ورسوي او یوې اوربندیزې هوکړې ته ورسېږي. نوموړي خبرداری ورکړی، که دا مهلت پای ته ورسېږي او توافق و نهشي، نو پر روسیه به پراخ اقتصادي بندیزونه ولګول شي.
ټرمپ دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ، د ناټو له سرمنشي مارک روته سره د لیدنې پر مهال، په سپینه ماڼۍ کې وکړې. د فرانسې خبري آژانس د ټرمپ له قوله لیکلي، که هوکړې ته و نه رسېږي، نو شاوخوا ۱۰۰ سلنه ګمرکي تعرفې به پر روسیه ولګول شي، چې د دې هېواد پاتې تجارتي شریکان به هم تر فشار لاندې راولي.
د امریکا ولسمشر همداراز اعلان وکړ، چې ناټو به له امریکا څخه په میلیاردونو ډالر وسلې، په ځانګړې توګه د پاتریوت دفاعي سیستمونه، رانيسي، او دا وسلې به اوکراین ته واستول شي.
په وروستیو ورځو کې، له دې سره چې امریکا او اروپا د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړی، روسیې هم خپل بریدونه زیات کړي دي. یوازې د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې، روسیې نږدې ۱۵۰۰ توغندي او بېپیلوټه الوتکې پر اوکراین توغولي دي.


















