د امریکا د کانګرس جمهوري غوښتونکي غړي مایک سیمپسون د یوې نوې طرحې ملاتړ اعلان کړی، چې له مخې به یې هغو امریکایي سرتېرو ته ځانګړي دولتي مډالونه ورکړل شي، چې د ایران د اټومي تاسیساتو پر ضد بریدونو کې یې ګډون کړی یا له ورته عملیاتو سره یې مستقیم یا غیرمستقیم ارتباط درلود.
یاده طرحه پخوا د بل جمهوري غوښتونکي استازي، ټوني ګونزالس له خوا وړاندې شوې وه. د دې قانوني وړاندیز هدف دا دی چې د هغو پوځیانو مېړانه وستایل شي، چې د استخباراتي، تخنیکي یا نظامي رول له لارې د دغو عملیاتو برخه جوړ شوي دي.
د نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راځي، چې د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلتیا دوام لري. په تېره بیا د ایران د اټومي پروګرام له امله، چې له کلونو راهیسې د نړیوالو اندېښنې راپارولي، دا موضوع نوره هم حساسې شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل نه دی چې امریکایي سرتېري د پټو عملیاتو له امله د ستاینې وړ ګرځي، خو دا ځل دا ګام د ایران د حساسو اټومي تاسیساتو پر وړاندې د احتمالي بریدونو له امله ځانګړی اهمیت لري.






















