د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې ایران له هغې وروسته د خبرو اترو غوښتنه کړې، چې امریکا د دغه هېواد درې مهم اهداف بمبار کړل.
ټرمپ په یوه تازه بیان کې ویلي: “موږ له ایران سره د خبرو مهالوېش ټاکلی دی. هغوی اوس غواړي خبرې وکړي. زما په اند هغوی یو سخت ګوزار وخوړ، کله چې موږ درې ځایونه ووېشتل.”
یادې څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیاوې له تېرو میاشتو راهیسې زیاتې شوې دي.
سره له دې چې ایران تر اوسه په رسمي ډول غبرګون نه دی ښودلی، خو د ټرمپ څرګندونې د خبرو اترو پر احتمالي پیل یو نوی سیوری غوړوي.
































