د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې غړو ویلي، چې امریکا ته د افغانانو د لېږد پروګرامونو درول، له افغانانو سره د امریکا د ژمنو ښکاره “خیانت” دی. دوی د استازو جرګې له مشرتابه غوښتي، چې په دې اړه دې بیړنۍ استماعیه غونډه راوبلل شي.
د دوی په وینا، د ټرمپ اداره نه یوازې د افغان همکارانو د انتقال پروګرامونه بند کړي، بلکې د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام (TPS) د ختمېدو له امله ګڼ افغانان له ایستلو سره مخ دي.
کمېټه له حکومت غواړي، چې ژر تر ژره د افغان همکارانو د خوندیتوب لپاره نوې حللارې ولټول شي، په داسې حال کې چې زرګونه افغانان لا هم په پاکستان او نورو هېوادونو کې د امریکا د ویزې په تمه دي.






















