د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ټیلیفوني اړیکې پر مهال ټینګار کړی چې هېواد به یې په اوکراین کې خپلې ټاکلې موخې تعقیب کړي او له دې دریځه به نه شاته کېږي.
د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، دواړو مشرانو د اوکراین جګړې او د منځني ختیځ د روان وضعیت په اړه مفصل بحث کړی دی. ویل شوي، ټرمپ یو ځل بیا پر اوربند او د جګړې پر سوله ییز حل ټینګار کړی، خو پوتین څرګنده کړې چې روسیه د کړکېچ سیاسي حل ته ژمنه ده، خو د “شتونلرونکو اساسي لاملونو پر وړاندې” به خپل دریځ وساتي.
پوتین زیاته کړې چې مسکو غواړي د سولې لپاره زمینه برابره شي، خو دا به هغه وخت ممکنه وي چې د روسیې امنیتي اندېښنو ته عملي ځواب ورکړل شي.
یاده اړیکه په داسې حال کې ترسره شوې چې د نړیوالو هڅو سره سره، د اوکراین جګړه لا هم روانه ده، او سیاسي حللاره تر اوسه نه ده موندل شوې.


















