اسلامي امارت هغه تورونه رد کړي چې ګواکې افغانالاصله امریکایی محمود شاه حبیبي د دوی د استخباراتو له لوري نیول شوی دی. د اسلامي امارت ویاند ویلي، د حبیبي د کورنۍ د غوښتنې له مخې یې په اړوندو ادارو کې پلټنې کړې، خو داسې کوم شواهد یې نه دي موندلي چې نوموړی دې د اسلامي امارت لخوا نیول شوی وي. ویاند ټینګار کړی چې اسلامي امارت د هر هغه تور په اړه چې له حقیقت سره اړخ نه لګوي، وضاحت ورکوي او ناسمې ادعاوې ردوي.
























