د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا له خوا د اسلامي جمهوري ایران پر اټومي تاسیساتو د برید په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. نوموړي دغه برید د نړیوالو اصولو او د ملګرو ملتونو د منشور له اهدافو سره په ټکر کې بللی دی.
کرزي ټینګار کړی چې ټول هېوادونه، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي باید د ملګرو ملتونو د منشور، د اټومي وسلو د نهخپرېدو نړیوال تړون (NPT)، او نړیوالو قوانینو له مخې خپلو ژمنو ته پابند پاتې شي.
پخواني ولسمشر د ایران له ولس سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې دا ډول اقدامات نه یوازې د سولې له روحیې سره په تضاد کې دي، بلکې د سیمې د جګړو د پراخېدو، او نړیوالې سولې او ثبات ته د ګواښ سبب کېږي.
کرزي په خپل بیان کې وړاندیز کړی چې د ایران د اټومي فعالیتونو په تړاو شخړې باید د زور له کارولو پرته، د منطقي او حقوقي لارو له لارې، د نړیوالو مسؤلو ادارو له خوا وڅېړل شي او حل شي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د سیمې امنیتي وضعیت ترینګلی شوی او نړیوالې اندېښنې ورځ تر بلې زیاتیږي.



































