د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د افغان سولې په تړاو د خپل حکومت له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو او سلاکارانو سره ناسته ترسره کړې ده.
ولسمشر ټرمپ پرون جمعه ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، امنیتي سلاکار جان بولتن، دفاع وزیر مارک اسپر او د امریکا د اردو لوی درستیز جوزف ډانفورډ په شمول له ځینو نورولوړپوړو چارواکو سره لیدنه ترسره کړې او د افغانستان سولې په تړاو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له لوري شوی پرمختګونه یې څېړلي دي.
ولسمشر ټرمپ په ټویټر کې ویلي چې، دا یوه ښه ناسته وه او په خبره یې په افغانستان کې د امریکا د نولس کلنې جګړې په کې مقابل لوري کې ډېری وګړي او موږ غواړو چې که امکان ولري یوې هوکړې ته ورسېږو.
په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا ناسته یوه ښه ناسته بللې ده او زیاتوي چې سولې خبرې په دوام لري.
همدارنګه د امریکا د دفاع وزارت یوه چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د هوکړې په تړاو د اختلاف ځینې مهم ټکي لا هم پرځای دياو زیاتوي چې په تړاو به یې لیدنې ترسره شي.
بلخوا د امریکا یوه مشهور سناټور لینډسي ګراهام، د امریکا ولسمشر ته ګواښ کړی چې له طالبانو سره بده هوکړه کولای شي ترهګر په ټوله نړۍ کې خواره کړي.
دغه امریکایي سناټور په خپل ټوېټرپاڼه کې لیکلي چې ټرمپ، باید د امریکې د مخکني ولسمشر بارک اوباما له تېروتنو درس واخلي.
هغه وايي چې د القاعده او نورو ترهګرو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي په کار کې پر طالبانو ډاډ، له ایران سره د بارک اوباما د اټومي هوکړهلیک له لاسلیک څخه ستره تېروتنه ده.
ګراهام زیاتوي پر طالبانو اعتماد، دا چې په افغانستان کې القاعده، داعش او نور اسلامي راډیکال ډلې کنټرول کړي او د امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې ځواکونو ځای ناستي وي، د بارک اوباما له خوا له ایران سره د اټومي هوکړه لیک له لاسلیک څخه ستره تېروتنه ده.
دغه امریکايي سناټور همدارنګه ویلي چې امریکايي ځواکونه پر امریکا د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي لپاره په افغانستان کې حضور لري.
راهام څرګنده کړه چې له طالبانو سره هر ډول هوکړه چې له ترهګرۍ سره د امریکا مبارزه له پامه وغورځوي، هغه د سولې یوه هوکړه نه ده؛ بلکې دا پر امریکا او په ټوله نړۍ کې د دغه هېواد پر ګټو د برید لپاره لاره هواروي.
هغه له ټرمپ څخه وغوښتل چې د خپل امنیتي ډلې سلامشورو ته غوږ کېږدي او هغه هوکړهلیک لاسلیک نه کړي چې بیا په افغانستان کې د ترهګرۍ لامل شي.
دا په داسې حال کې ده چې ښايي د امریکا او طالبانو ترمنځ هوګړه لیک د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ورځ په دوحه کې لاسلیک شي.