وروسته له هغه چې د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې خپلې بهرنۍ مرستې ودرولې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان وکړ چې راتلونکې نړیوالې مالي مرستې به محدودې وي.
روبیو ویلي، چې د امریکا له لوري به مرستې یوازې هغو هېوادونو ته ورکړل شي چې د امریکا د ستراتیژیکو موخو ملاتړ کوي او په نړیوال سیاست کې د امریکا متحدین دي.
نوموړي ټینګار وکړ چې امریکا به خپل مالي منابع په داسې هېوادونو او پروژو کې ولګوي چې د امریکا ملي ګټو ته خدمت وکړي.














