د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د سې شنبې په ورځ په ټلیفوني خبرو کې د ایران، اوکراین او نړیوالو حالاتو په اړه پراخې خبرې وکړې. دا له ۲۰۲۲ کال د سپټمبر راپدېخوا د دواړو مشرانو ترمنځ لومړنۍ رسمي اړیکه وه.
د کرملین په وینا، پوتین ټینګار کړی چې ایران د سولهییز اټومي پروګرام د پراختیا قانوني حق لري، او دا باید د نړیوالو اصولو له مخې وپېژندل شي.
بلخوا، د فرانس ۲۴ د راپور له مخې، مکرون له پوتین څخه غوښتي چې ژر تر ژره د اوکراین جګړه بنده او اوربند ته لاره هواره کړي.
د راپورونو له مخې، دا دوه ساعته خبرې د دواړو خواوو ترمنځ “هر اړخیزې” بلل شوې، چې پکې د ایران د اټومي برنامې، د منځني ختیځ امنیتي وضعیت، او د اوکراین جګړې پر حللارو بحثونه شوي دي.
د فرانسې د ولسمشرۍ دفتر ویلي، مکرون ټینګار کړی چې ایران باید د ملګرو ملتونو د اټومي غېر پراختیا تړون (NPT) له شرایطو سره سم عمل وکړي، او له نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې (IAEA) سره بشپړه همکاري وکړي.
مکرون هیله ښودلې چې د ایران د اټومي برنامې، توغندیو او سیمهییز رول ته دایمي حللارې د ډیپلوماسۍ له لارې وموندل شي.


























