د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی نن سې شنبه له غرمې مخکې د اقتصادي همکارۍ سازمان (ECO) د ۱۷مې سرمشریزې په موخه د اذربایجان پلازمېنې باکو ته روان شو.
یاد معاونیت په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې دا سفر د اذربایجان د رسمي بلنې په اساس ترسره کېږي او ټاکل شوې چې افغان پلاوی د ایکو سرمشریزې په عمومي غونډه کې ګډون وکړي او د افغانستان د اقتصادي لیدلوري استازولي وکړي.
همداراز، په سفر کې به د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ پلاوی د ایکو د غړو هېوادونو له یو شمېر چارواکو سره هم جلا لیدنې ولري. په دغو ناستو کې به د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو، ترانزیټي او پانګوالو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وشي.
ټاکل شوې ده چې د ایکو سازمان ۱۷مه سرمشریزه د جولای میاشتې په ۳مه او ۴مه نېټه د دې سازمان د غړو هېوادونو د ولسمشرانو، صدراعظمانو او لوړپوړو چارواکو په ګډون ترسره شي.
























