د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په دوحه کې د افغانستان په چارو کې د چین او روسیې له ځانګړو استازو سره کتلي دي.
محمد صادق پر خپلې اېکس (پخوانۍ ټویټر) پاڼې لیکلي، چې په دې درېاړخیزه ناسته کې د افغانستان د وضعیت او د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه بحثونه وشول.
نوموړي زیاته کړې، چې دا ډول مشورتي غونډې د ثبات، پرمختګ او ګډو اهدافو لپاره مهمې دي.
دغه کتنه داسې مهال ترسره کېږي چې سیمه د امنیتي، اقتصادي او سیاسي بدلونونو له حساسو پړاوونو تېرېږي، او نړیوال لوبغاړي هڅه کوي د افغانستان په تړاو ګډ دریځ ولري.

































