تیره شپه ناوخته د ایران پلازمېنه تهران شاوخوا ګڼو سیمو کې د زورورو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. عیني شاهدان وایي چې په کرج، اسلامشهر، بیدگنه، ملارد او پرند ښارګوټو کې د دې چاودنو غږونه محسوس شوي دي.
په عین وخت کې، ځینې رسنیو د ایران د هوايي دفاعي سیستمونو د فعالېدو راپورونه هم ورکړي دي، خو تر دې دمه د ایران له رسمي حکومتي سرچینو د دې پېښې د علت او جزئیاتو په اړه هېڅ ډول رسمي وضاحت نه دی خپور شوی.
تر اوسه دا هم نه ده روښانه چې ایا دغه چاودنې د هوايي دفاعي عملیاتو برخه وې او که نه د ځمکنيو چاودنو له امله رامنځته شوې دي.
دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په سیمه کې امنیتي وضعیت له مخکې نه هم ترینګلی ښکارېده.






















