د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، چې هېواد یې له اوکراین سره د سولې د خبرو اترو درېيم پړاو ته چمتو دی. نوموړي دا څرګندونې پرون له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وکړې او زیاته یې کړه، چې ممکن دغه خبرې په استانبول کې ترسره شي. خو د خبرو د دقیق وخت او جزئیاتو په اړه یې څه نهدي ویلي.
پوتین وویل، چې د خبرو دا نوی پړاو کولی شي د سولې په لور یو مثبت ګام وي، سره له دې چې د دواړو لوریو د سولې د شرایطو ترمنځ لا هم ژور اختلاف شتون لري.
سره له دې چې تر اوسه د یوه پراخ اوربند په اړه کومه موافقه نه ده شوې، خو د دواړو لوریو ترمنځ تر دې دمه د بندیانو د تبادلې په برخه کې پرمختګ شوی دی.
روسیه او اوکراین له ۲۰۲۲م کال راهیسې په پراخ پوځي شخړه کې ښکېل دي، او نړيواله ټولنه د جګړې د پای ته رسولو لپاره د دیپلوماټیکو لارو چارو ملاتړ کوي.


















